SANYA NEWS
خبرها

په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي

نوشته شده توسط admin در تاریخ 5 جدی 1404

اشتراک گذاری: فیسبوک | توییتر | واتس‌اپ | لینکدین
بازدیدها: 74


په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي

په زابل ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت په ښارصفا ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د جمعې په ورځ، د جدی پنځمه نېټه، ثانیه خبري آژانس ته ویلي چې دغه پېښه د خواجه بابا سیمې کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې وايي نجیب الرحمان، ۱۵ کلن، فاطمه، ۳۳ کلنه، نصرت الله، ۷ کلن د وژل شویو په منځ کې دي او حیات الله، ۲۲ کلن، نگینه، ۲۰ کلنه او محموده، ۱۸ کلنه په ټپيانو کې شامل دي.

سرچینې ټینګار کړی چې ټپیان د زابل د میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

د پېښې دلیل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د لارې خراب حالت ښوول شوی دی.

جستجو
ویدیوهای محبوب

25.Oct.2025

26.Oct.2025

26. Oct. 2025


نظرات کاربران

ارسال نظر