SANYA NEWS
اقتصادی

د هلمند سيند په سر باندې د ۳.۲ میلیونه ډالرو نوی پل جوړولو کار پیل شو

نوشته شده توسط admin در تاریخ 6 جدی 1404

اشتراک گذاری: فیسبوک | توییتر | واتس‌اپ | لینکدین
بازدیدها: 78


د هلمند سيند په سر باندې د ۳.۲ میلیونه ډالرو نوی پل جوړولو کار پیل شو

رپوټ: حیران احمد حیران

د ثانیې خبري آژانس؛ لشکرګاه: د هلمند ولایت د طالبانو محلي چارواکو د لشکرګاه ښار په مختار سیمه کې د هلمند سيند پر سر د یوه نوي پل د جوړولو د پروژې د پیل خبر ورکړ.

د هلمند د والي د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پروژه د ۳ میلیونو او ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت نن (شنبه، شپږمه جدی) پیل شوې او ټاکل شوې چې په ۱۸ میاشتو کې بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې پروژې مالي لګښتونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی له عوایدو څخه تأمین کیږي.

څخه مسؤل چارواکو ویلي، نوی پل به د ۳۴۰ مترو په اوږدوالي او ۹ مترو په پراخوالي جوړ شي او د لشکرګاه ښار له لارې د باباجي ولسوالۍ څخه لویه لار کندهار-هرات سره ونښلوي.

محمدرحیم نقیب، د هلمند د والي ویاند، وویل: «دغه پل د مهمو بنسټیزو پروژو څخه دی چې د ترانسپورت د ښه والي او د خلکو د لاسرسي د زیاتوالي لپاره جوړېږي. 

د پروژې تر بشپړیدو وروسته به د وسایطو تګ راتګ او د مالونو انتقال په خورا ښه ډول اسانه شي.»

همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو مسؤول ټینګار وکړ: «په دې پل باندې پانګونه نه یوازې په جوړولو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو سبب کیږي، بلکې په هلمند کې د ګرځندوی د پراختیا لپاره هم مهمه ده. هیله ده چې د اړیکو د زیاتوالي سره به د سیمې اقتصادي وضعیت هم ښه شي.»

د دې پروژې د بشپړیدو سره به لشکرګاه ښار د باباجي ولسوالۍ له لارې په مستقیم ډول د کندهار-هرات ستراتیژیک لویې لارې سره ونښلول شي چې دا به د هلمند ولایت د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د سوکالۍ لپاره مهم رول ولوبوي.

جستجو
ویدیوهای محبوب

25.Oct.2025

26.Oct.2025

26. Oct. 2025


نظرات کاربران

ارسال نظر